د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه باندي د افغانستان او ايران تاريخي او کلتوري اړيکي ته په اشارې سره ويلي دي، چي ايران دي د افغانستان اوسني حالت ته په کتلو سره د افغان کډوالو د ايستلو پر بهير يو ځل بيا غور وکړي او د افغان کډوالو مجبوريتونه او ستونزي دي درک کړي.
هغه په ټينګار سره ويلي دي، چي دغه مسئله دي د دواړو هیوادونو په ګډه مشوره سره حل کړي.
هغه دغه راز د افغان سوداګرو د هغو مرستو څخه هم مننه کړې، چي د افغان کډوالو د لاس نيوي په موخه ئې کړي دي.
حامدکرزي پر خپله اېکس پاڼه باندي ليکلي دي: «د افغانستان او ایران ترمنځ د ګاونډیتوب، تاريخي او فرهنګي ګډو ځانګړتياو ته په پام په اوسني حالت کي د افغان کډوالو جبري ایستلو بهیر باید له سره وکتل سي؛ تر څو د دواړو هیوادونو سترو مصالحو ته زیان ونه رسيږي.»