پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کښي ویلي، چي په افغانستان کښي د نجونو او ښځو پر زدهکړو لګول سوی بندیز د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو او د هيواد د پرمختګ او سوکالۍ پر وړاندي تر ټولو ستر خنډ دئ. نوموړي دا څرګندوني د یوې روسي رسنۍ سره د مرکې پرمهال کړي.
کرزي زیاته کړې، چي د کډوالۍ د مخنیوي له پاره اړینه ده، چي د راتلونکي په اړه هیلې او خوشبیني رامنځ ته سي او له نړۍوالي ټولني سره مثبتي او رغنده اړیکي جوړي سي. هغه ټینګار کړی، چي د افغانستان د پرمختګ او ثبات له پاره د نړۍ له هیوادونو سره ښې اړیکي اړیني دي.
د هيواد پخواني ولسمشر دا هم ویلي، چي ط..البان افغانان دي او د دوی مخالفین هم افغانان دي. د هغه په وینا، د افغانستان د راتلونکي د ښه کولو له پاره ټول اړخونه باید یو له بل سره همکاري وکړي او په ګډه د هيواد د پرمختګ او سولي له پاره کار وکړي. کرزي د یووالي او همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي ئې دي، چي دا به د هيواد د راتلونکي له پاره یو مهم ګام وي.