د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو شارژدافیره کرن ډیکر وایي، افغانستان د خپلو ټولو خلکو له مشارکت پرته پرمختګ نهسي کولای.
اغلي ډیکر دا خبره په افغانستان کي د نجونو د زدهکړو تر محدودیت پوري پرون په خپلي ایکسپاڼه لیکلې ده.
نوموړې زیاتوي چي، متحدایالتونه په افغانستان کي د ټولو لپاره د یو ډول زدهکړو غوښتنه کوي.
روانه اوونۍ په نړۍ کي د زدهکړو د اوونۍ په توګه لمانځل کېږي، خو په افغانستان کي تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیزونه لګېدلي دي.
د ملګروملتونو د شمېرو لهمخي د دغو بندیزونو په خاطر په افغانستان کي تر یو میلیون او څلور لکه ډېري نجوني له زدهکړو محرومي سوي دي.