کروندګر : اړ دي چي د اقتصادي ستونزو له امله بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي

په هیواد کي یوشمېر کروندګر وايي، که د سرپرست حکومت له لوري ورته د بدیل کښت زمینه برابره نه‌سي، اړ دي چي د اقتصادي ستونزو له امله بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

دغه کروندګر چي په تېر یوه کال کي یې د کوکنارو د کرلو پر ځای نورو کښتونو ته مخه کړې، شکایت لري چي د نشه‌يي توکو بدیل کښت ته لاسرسی نه‌لري.

د دوی په وینا، سرپرست حکومت ورته اصلاح سوي تخمونه او بدیل کښتونه نه‌دي وېشلي او په وینا یې، که د اصلاح سویو تخمونو په وېش کي ورسره همکاري ونه‌سي، د اقتصادي ستونزو له امله به بیا د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

په همدې حال کي د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، تراوسه په بېلابېلو ولایتونو کي پر څه باندي ۱۰۰ زره بزګرانو اصلاح سوي تخمونه وېشل سوي.

د دغه وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وایي، د کرني وزارت د کروندګرو لپاره د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کي پنځه کلن پلان چمتو کړی.

اسلامي امارت په هیواد کي د نشه‌يي توکو پر کښت، کاروبار، قاچاق او استعمال بندیز لګولی او د خپرو سویو راپورونو له‌مخي، چارواکو په زرګونو هکتاره مځکه له نشه‌يي توکو پاکه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *