کرکټ: روان ۲۰۲۴ کال د ویراټ کوهلي لپاره ښه کال نه دی او دوه ځله پر صفر اوټ سوی

سپورټ سکیډا وایي، د هند د کرکټ تکړه لوبغاړی ویراټ کوهلي د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۲۲ پوري دوه ځله په شل اوریز نړیوال جام کي پر صفر اوټ سوی، خو یوازي په ۲۰۲۴ کال کي دوه ځله پر صفر اوټ سوی دی.
د هغه لپاره ۲۰۲۴ کال په څه باندي یوه لسیزه کي ښه کال نه وو او د هند په سوداګریزو لوبو کي یې هم ښه لوبي نه دي کړي.
ویراټ که څه هم د کرکټ په نړۍ کي یو پېژندل سوی او تکړه لوبغاړی بلل کیږي خو ډېری کسان بیا د هغه اخلاق کمزوري بولي چي د هغه پر شخصیت یې منفي اغېز کړی.