د فوټبال مشهور ستوري رونالډو د جورجینا سره د ۲۰۱۶ کال څخه په رابطه کي و ، چي بلاخره یې د دوشنبې په ورځ د هغې څخه د اړيکي د رسمي کېدو غوښتنه وکړه او هغې هم په قبولولو سره خپله کوزده اعلان کړه .
جورجینا د دواړو د لاسو یو داسي عکس د انستګرام پر صفحه نشر کړی چي ددې انګشترۍ په ګوته ده ، د یاد عکس سره یې ویلي دي : هو قبوله مي ده ، هم په دا ژوند کي او هم مي راتلونکي ژوند کي قبوله ده .
د یادوني وړ ده چي رونالډو او جورجینا پنځه اولادونه درلودل چي دوه یې ددوی مشترک اولادونه وه .