کرین ډیکر وایي، د افغانستان اقتصاد د ټولو خلکو هڅو ته اړتیا لري

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرین ډیکر وایي، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له نوي مشر فارس حداد زیروس سره یې د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا پر لارو چارو خبري کړي دي.
هغې پر خپله ایکس‌پاڼه دغه کتنه رغنده یاده کړې او ویلي یې دي چي دا د ښځو پر مالکیت او د ښځو په مشرۍ سوداګرۍ باندي د ځواکمن تمرکز او ټینګار ستاینه کوي.
اغلي ډیکر ویلي، د افغانستان اقتصاد د ټولو خلکو هڅو ته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د قطر له پلازمېني دوحې څخه فعالیت مخ ته وړي، خو مېرمن ډیکر نه‌دي ویلي چي دغه کتنه کله او چیري ترسره سوې ده.
نړیوال بانک لس ورځ مخکي اعلان وکړ چي فارس حداد زیروس د افغانستان لپاره د دې بانک د مشر په توګه ټاکل سوی دی.