کندهار ښاريانو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په کندهار ښار کي د شنبې په ورځ ط..البانو ټول هغه موټرسيکلان راګرځولي، چي قانوني اسناد ئې نه درلودل.
د هغوی په خبره چي موټرسيکل ته اسناد جوړول د يوې ورځي کار نه دئ؛ بلکي په ورځو ورځو وخت نيسي؛ خو ط..البان د ولس سره ظلم کوي او ټول موټرسيکلان نيسي.
د هغوی په خبره چي سهار وظيفې او دکانونو ته پر لار وو، چي ط..البانو ئې موټرسيکلان ورڅخه اخيستي او ضبط کړي دي، د هغوی په وينا چي د کندهار د کړېدلي ولس سره دا ظلم او بې انصافي ده.
د هغوی په خبره چي ط..البان خپله پر بې اسنادو موټرسيکلانو ګرځي د هغوی څخه نه اسناد غواړي او نه هم پوښتنه ورڅخه کېږي، خو غريب او بې وسه ولس نه پرېږدي.
کندهاريانو د ط..البانو غوښتي چي اوسنۍ ماليه د غريب ولس تر توان وتلې ده؛ پيسې دې کمي کړي تر څو ټول اسناد واخلي.