کندهاري ط..البان:ترڅو سراج ح.قاني دریشي نه وي اغوستې نه ئې اغوندو

د ط..البانو مشر م.لاهب.ت الله د ط..البانو د ټولو نظامي ادارو مسؤلینو ته امر کړی، چي ټول بايد نظامي لباس په تن کړئ، د هغه دغه امر د وزارت معينانو او د کابل نظامي ط..البانو منلی خو کندهار کي ئې ط..البان نه مني.
د کندهار د نظامي ط..البانو د مجلس څخه څراغ تلوېزيون ته يوې سرچينې ويلي، چي د کندهار ط..البانو ګواښ کړی، چي تر هغه وخته پوري به دريشي وانه غوندي، ترڅو چي د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني ئې وا نه غوندي.
د سرچينې په حواله چي د کندهار ښار د حوزو امرين، د کندهار امنيه قومندان، امر امنيت او دې ته ورته نور نظامي ط..البان د خپل مشر م.لا هب.ت الله دغه امر نه مني او په ټېنګار سره وايي، چي ترڅو سراج الدين ح.قاني دريشي وا نه غوندي دوی ئې هم نه اغوندي.