کندهاري ځوانان: د نيول سوي مدني فعال (الفت) د ایله کېدو غوښتنه کوي.

شاوخوا شل ورځي کيږي، چي په کندهار کي استخباراتو يو مدني فعال عبدالحکيم الفت د ټولنیزو رسنيو د ناسم فعاليت په تور نيولی.

که څه هم د هغه د نيول کېدو اړوند تر اوسه ځايي مسولینو څه ندي ویلي؛ خو د هغه کورنۍ يوه اونۍ مخکي د هغه خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

اوس په کندهار کي يو شمېر ځوانان له ځايي مسولينو غوښتنه کوي، چي عبدالحکيم الفت بايد ژر تر ژر خوشي سي.

عبدالحکیم الفت به زيات مهال ټولنيزي ستونزي او د خلګو ږغ پر ټولنيزو رسنيو نشروی.