کندهاری کرکټران دکرکټ دامریت دبې کفایتۍ څخه شکایت کوي

دغه لوبغاړي او دکرکټ مینوال وایي، چي د کندهار د کرکټ امریت د میرویس نیکه تر نامه لاندي درې ورځنۍ د کرکټ د سیالیو چي یوه برخه ئې په کندهار کي ترتیب سوې وه، په هغسي ډول نه وه ترتیب کړې لکه څنګه چي تمه ورته کېدل.
دوی زیاتوي کندهار چی د هېواد د لویو، تاریخي او مشهورو ولایتونو له جملي څخه دئ، مګر د دغه ولایت د کرکټ امریت د میرویس نیکه جام سیالۍ هغه برخه چي کندهار کي ترسره کېدل دکندهار نامه ته په کتلو سره په منظم او ښه ډول ترتیب نه کړل.
هغوی پر یاد اداره د نیوکي په ډول وایي، چي دکندهار د کرکټ امریت دي د هلمند او زابل د کرکټ د ادارو څخه الهام واخلي، چي د هېواد په کچه سیالۍ څنګه ترتیبږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *