کندهار: امنيتي کسانو هغه کوچنی ژغورلی چي يوي ښځي تښتولی وو

د کندهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، د زبیر احمد په نوم هغه کوچنی یې ژغورلی، چي څو ورځي مخکي د عینو مېني له ۱۹ سړک څخه یوې سوالګري ښځي تښتولی وو.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ صابر وایي، له کشفي معلوماتو وروسته امنیتي او استخباراتي ځواکونو د باغ پل په سیمه کي دغه ښځه له تښتول سوي کوچني سره یو ځای نیولې ده.

د هغه په خبره، کوچنی خپلي کورنۍ ته سپارل سوی؛ خو ده ونه ویل، چي دغه ښځه د کوم ځای وه او ماشوم یې په څه موخه تښتولی وو.

په کندهار کي ډېری وخت کوچنیان له کورونو څخه ورک کیږي، چي خلک یې لوی لامل د کورنیو نه پاملرنه بولي.