کندهار: تيرو دوو کلونو کي ۲۰۰۰ کسان دنشه يي توکو د کاروبار په تړاو نيول سوي دي

د کندهار امنیه قوماندانۍ نژدې ۳۰ زره کیلو ګرامه نشه یي توکي وسوځول

د کندهار امنیه قوماندانۍ وایې ۲۹۳۷۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي، چي په تېرو دوو کلونو کي نیول سوي وه د محکمي د لارښودني سره سم یې وسوځول.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د کیمیاوي نشه يي توکو د څانګي مشر محمد حسین حسن وایي، په دې نشه يي توکو کي هیرویین، ښيښه، الکولي مشروبات، مورفین، ټابلیټ کا، ایف، اومان او نور نشه يي توکي شامل وه.

د همدې څانګي د چارواکو په خبره تېرو دوو کلونو کې ئې د دغه توکو سره په تړاو بېلابیلو وختونو کي ۲۰۰۰ کسان هم نیولي دي، چي عدلیه ارګانونو ته معرفي سوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د اپریل لومړیو کي یوه اعلامیه خپره کړه، چي پکښي د خپل مشر ملا هیبت الله اخوند زاده له قوله ویل سوي وو، له دې وروسته هېڅوک اجازه نه لري، چي په افغانستان کي کوکنار او نور نشه یې توکي وکري.

په امر کې راغلي وو که څوک له دې امره سرغړوونه وکړي، د کوکنارو کرونده به یې له منځه وړل کېږي او ”له اسلامي شریعت سره سم” چلن به ورسره کېږي.