کندهار: دروخام په نوم په عصري ټکنالوجي سمبالدخدماتو مرکز پرانستل شو.

د کندهار نوښتګر ځوانانو د عصري ټکنالوجي څخه په استفادي داولس د خدمت لپاره داسي پرمختللی سسټم جوړ کړی چي کولای سو په انلاين ډول هوايي او ځمکني ټکيټونه واخلو،دهيواد په داخل او خارج کي ديوي سيمي څخه بلي سيمي ته اجناس او نور ټرانزيټي کړني ترسره کړو او هم کولای سو د خپلو اجناسو موقعيت معلوم کړو ددي خدماتي شرکت پرانست غونډه پرون شنبه ترسره شوه او ددي شرکت خدماتي ټيم زياته کړه چي په نورو مختلفو برخو کي به هم د وخت په تيريدو سره خپل خدمات اضافه کوي او په راتلونکي کم وخت کي به موبايل اپليکيشن (ويب پاڼه) هم ټولني ته وړاندي کړي ترڅو د خپل موبايل په واسطه دياد خدماتي شرکت د سهولتونو څخه استفاده وکولای سو.