کندهار والي د علماوو شورا ته د مشورو تر لاسه کولو په موخه ورغلی

کندهار والي ملا شرین اخند د کندهار د علماوو شورا دفتر ته تللی او هلته یې د دې شورا د مشرتابه مولوي ملوک شاه او د دې شورا د غړو سره په یوې جوړه سوې غونډه کي ګډون کړی.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کي ویلي، کندهار والي د ښې حکومتولۍ په برخه کي د شورا د مشرتابه او غړو څخه مشورې واخیستې.
د اعلامیې له مخي د علماوو شورا مشرتابه او نورو غړو په نوبتي ډول په بېلابیلو برخو کي اړیني مشورې او نظرونه له کندهار والي سره شریک کړل.
کندهار والي ویلي، علماوو شورا ته په همدې موخه ورغلی ترڅو د دې شورا د مشرتابه او ټولو غړو څخه د خلګو ستونزي واوري او بیا ورته رسېدنه وکړي.