کندهار ښاروالۍ پر يو طرفه واټونو باندي اغزن لرونکي جمپونه جوړ کړي

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، د ښاري نظم په موخه یې اغزن لرونکي جمپونه پر يوطرفه سړکونو باندي نصب کړي تر څو د ترافیکي ګڼه ګوڼي او بې نظمۍ مخنیوی وسي.

د کندهار ښاروالۍ ویاند وایي، دا کار یې له هغه وروسته وکړ چي د ترافیکو د خبرتیا سره سره بیا هم پر یو طرفه واټونو خلکو وسایط بېول او نظم يې ګډوډ کړی وو.

د هغه په وینا، دغه جمپونه په امتحاني ډول نصب سوي او تر ښه نتيجې ورکولو وروسته به د ښار اړوند په هغه ځايونو کي نصب کيږي چيري چي اړتيا وي.

په کندهار ښار کي په دې وروستیو کي ښاري نظم ډېر ګډوډ سوی چي ډېری خلک شکایتونه ورڅخه کوي.

خلک وایي، نه یوازي عام کسان بلکي اکثره وخت نظامیان هم ترافیکي اصول نه مراعتوي او پر یو طرفه واټونو وسایط په تېز سرعت سره چلوي.