د کندهار ښار اوسېدونکي شکایت کوي، چي په دغه ولايت کي د تېلو بیې ورځ تر بلي لوړيږي. هغوی وايي چي دا ستونزه نه يوازي د عامو خلګو اقتصادي وضعیت خراب کړی؛ بلکي د ترانسپورتي وسایطو چلوونکي ئې هم له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د کندهار ښار يو اوسېدونکي څراغ تلوېزيون ته ويلي: «پخوا به د پټرولو يو ليټر په ۶۰ افغانيو وو، اوس بيا يو ليټر پټرول په ۷۵ افغانۍ دئ او ډېزل هم ۷۰ افغانيو ته لوړ سوي دي. دا پر خلګو سخت ظلم دئ ځکه د خلګو عايد پخوانی دئ خو بيې هره ورځ لوړيږي.”
د کندهار ښار يو بل موټروان بيا وايي چي د تېلو د بیو لوړوالي له امله د هغوی عواید کم سوي او نه سي کولای خپل ورځنی مصرف پوره کړي: «موږ هره ورځ موټر چلولو ته اړ يو، خو د تېلو بیه دومره لوړه سوې چي ګټه نه راته پاته کېږي. ط..البان بايد د تېلو نرخونه کنټرول کړي، که نه نو خلګ به له لا ډېرو ستونزو سره مخ سي.»
خلک نه يوازي د تېلو د لوړي بيې څخه شکايت کوي، بلکي د تېلو د کيفيت له خرابوالي هم سر ټکوي. د هغوی په وينا، اوسني تيل دومره خراب دي چي د ټولو وسايطو ماشينونه ئې خراب کړي.
د کندهار اوسېدونکي له مسؤلينو غوښتنه کوي چي د تېلو نرخونه کنټرول کړي، د لوړ قيمت او خراب کيفيت مخه ئې ونيسي او پر وارداتي شرکتونو جدي څارنه وکړي، څو خلک نور د تېلو له دغو ستونزو سره مخ نه سي.
بايد وويل سي چي د کندهاري ولس په څوځله د تېلو د لوړي بيې او خراب کيفيت اړوند ږغ پورته کړی؛ خو ط..البان چپ دي او په اړه ئې هېڅ اقدام نه کوي.