کندهار ښاريان د شپې د ډرون کېمري د ګرځيدو څخه شکايت کوي

د کندهار ښار د نهمي ناحيې اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته شکايت کړی، چي د تېرو دوو شپو راهيسي د دغې ناحيې د اوسېدونکو د کورونو پر سر د ط..البانو ډرون کېمري ګرځي.
هغوی وايي چي اوس د‌ ګرمۍ موسم دئ ښځي او ماشومان ټول د شپي پر بامونو باندي اوسيږي، خو د ط..البانو دغه ډرون کېمري د دوی د‌ کورونو پر سرونو ګرځي او عکاسي کوي.
هغوی د ط..البانو د اړوند ادارو څخه غوښتنه کوي، چي د دغو ډرون کېمرو مخه دي ونيسي او د ولسي خلګو خصوصي حريم ته دي درناوی وکړي.