د کندهار ښاروالۍ مراجعينو څراغ تلوېزيون ته دغه انځورونه لېږلي او شکايت کوي، چي د يوې امضا له پاره د کندهار د ښاروال د دفتر مخ ته په ساعتوباندي انتظار کوي او د يوې ورځي کار په څو ورځو خلاصوي. هغوی وايي چي په دغه مراجعينو کي ښځي او سپين ږيري کسان هم شامل دي، چي په دې ګرمي کي د يوې امضا د اخيستلو له پاره په انتظار کي ناست وي.
هغوی څراغ تلوېزيون ته په لېږل سوو پيغامونو کي شکايت کړی، که چيري ښاروال د ټولو مراجعينو پر عريضو او اسناد لاسليک نه سي کولای د ولس د اسانۍ په سبب دي تر خپل لاس لاندي نورو ادارو ته د لاسليک کولو اجازه ورکړي.
هغوی د ط..البانو پر مشرانو ږغ کړی، چي د دوی دغه ستونزي ته دي حل لاره پيدا کړي.