کندهار کي د مرغانو د ښکار او قاچاق په تور ۴۰ کسان نیول سوي

د کندهار د چاپېریال ساتني ریاست مسؤلین وايي، په ارغنداب، شاولیکوټ، میوند، ډنډ او دامان ولسوالیو کي ئې د مرغانو د ښکار او قاچاق کولو په تور ۴۰ کسان نیولي دي.

د یاد ریاست مطبوعاتي مسؤل محمد رحیم بشر دوست وایي، د دغو کسانو له ډلي څخه ۳۶ کسان تر ژمني کولو وروسته خوشي سوي او پاته څلور کسان ئې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل سوي دي.

بشر دوست ملت ږغ ته ویلي چي، یاد کسان له تېر یوه کال راهیسي له امنیتي ځواکونو سره په همږغۍ نیول سوي دي.

د معلوماتو پر اساس، تر دا مهاله په ټول هیواد کي د ۱۴۵ نایابه مرغانو ډولونه ثبت سوي او د ریاست الوزرا د حکم پر اساس د یادو مرغانو پر ښکار او قاچاق بندیز لګېدلی دی