کورنیو چارو وزارت: په هلمند کي ۱۰ موټره قاچاقي مواد نیول سوي

کورنیو چارو وزارت وایي، د هلمند امنیه قومندانۍ منسوبینو له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۰ د خوراکي او غیر خوراکي توکو بار موټرونه نیولي.
کورنیو چارو وزارت پر ایکس پاڼه لیکلي چي دغه توکي له پاکستان څخه په قاچاقي ډول را وړل سوي وه چي د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کي ونیول سوه او په تړاو یې ۱۲ تنه هم نیول سوي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، ورته مهال د ننګرهار پولیسو د دغه ولایت په ځنګلونو کي د ۴۵۰ چارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیولې او همداراز په غرنیو سیمو کي د چارتراشو ۳۰۰ بانډې چي چارتراش لرګي به پکښي ساتل کېدل نیولي دي.