کډوالو وزارت ویلي، له بشري خیریه، تحقیقات علمي او انکشاف جامعه او اکتید موسسو سره یې د ۶ سوه ۳۸ زره او ۵۴ امریکایي ډالرو په ارزښت درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

د یاد وزارت په خبر پاڼه کي راغلي، د بشري خیریه موسسه به د دې هوکړي له مخي د ۴ سوه ۷۶ زره او ۶۸۵ امریکایي ډالرو په ارزښت کندهار کي ۸۰۲ بېرته راستنېدونکو کډوالو ته کورونه جوړوي.

همدارنګه اکتید موسسه به د ۹۹ زره ۸۴۹ ډالرو په ارزښت په بلخ کي ۱۰۰ تنو لپاره د غالیو د پروسس برخه کي زمینه برابروي.

او د تحقیقات علمي او انکشاف جامعه موسسه بیا بغلان کي د ۲۷ زره او ۳۲۰ امریکايي ډالر د خوراکي توکو وېش په برخه کي لګوي، چي ۶۱۵ تنه را ستانه سوي کډوال به ګټه ځني اخلي.