‏ کیم جونګ اون په مسکو کي برید غندلی او وایي، د ترهګرۍ پر ملاتړو هیوادونو باید برید وسي

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وايي، ټول هغه هیوادونه باید په نښه او مخامخ بریدونه ورباندي وسي چي په نړۍ کي د ترهګرۍ ترویج ته کار کوي.
هغه د روسیې پر ملکي وګړو برید غندلی او ویلی یې دي، چي که اړتیا سوه له روسیې سره یې د انتقام په اخیستلو کي هم ونډه اخلي.
کیم جونګ اون د روسیې له خلکو او حکومت سره ژوره خواخوږي ښوولې ده او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړې.
په مسکو کي د برید له امله د وژل سویو کسانو شمېر تر اوسه ۱۳۳ ته رسېدلی او شاوخوا ۱۴۰ نور ټپیان دي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین بیا ویلي، پر مسکو د برید مسولین به برباد کړي او هڅه کوي؛ تر څو هغه کړۍ یوه- یوه پیدا کړي چي په دغه برید کي یې لاس درلود.