د جنوبي افریقا شل اوریز لیګ پایلوبه د راشدخان په لوبډلمشرۍ ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډلي وګټله.
دغه لوبه د کېپ ټاون او سنرایزر ایسټرن لوبډلو ترمنځ ترسره سوه چي کېپ ټاون خپلي سیالي لوبډلي ته په شلو اورونو کي د ۸ لوبغاړو په زیان د ۱۸۲ منډو هدف وټاکی.
ایسټرن کپ لوبډلي ونه سو کولای چي ټاکل سوی هدف پوره کړي او یواځي د ۱۰۵ منډو په جوړولو سره یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
د جنوبي افریقا د شل اوریز سوداګریز لیګ کي شاملي لوبډلي د هند د کرکټ د غوره لیګ آی پي ایل د لوبډلو د مالکانو دي، چي د نړۍ مشهوره لوبغاړي پکښي لوبیږي.
په ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډله کي د راشدخان تر څنګ دوه نور افغان لوبغاړي صدیق الله اتل او عظمت الله عمرزی هم لوبېدل.