ګارډين: د افغان ميرمنو مهربانه پلارونه؛ اوس د زندان په ساتونکو بدل سوي

ګارډين ورځپاڼي په افغانستان کښي يوه څېړنه تر سره کړې، چي په څېړني کښي موندلي، چي افغان نارینه تر فشار لاندي دي، چي د خپلو کورنیو ميرمني دې ته اړ کړي، چي د ط..البانو د امرب..المعروف اصول او قانون د‌ هغوی د عزت د خوندي ساتلو په موخه وساتي.
يوه افغان پلار د ګارډين سره په مرکه کښي ويلي دي، چي اوس افغانستان کښي د لوړونو پلار کېدل يو جرم دئ. هغه ويلي، چي ټوله ورځ د‌ زندان د ساتونکي په شان د‌کور ساتنه کوي.
هغه وايي چي لوڼي ئې مخکي ښوونځيو ته تللې اوس هڅه کوي، چي لوڼي ئې په کور کښي پاته سي او د ط..البانو له خوا تهديد نه سي.
هغه وايي، چي د‌ مجبوريت په اساس خپلو اولادونو ته وايي، چي تاسو حق نه لرئ، چي د‌ کورڅخه بهر ولاړي سئ. هغه وايي دغه کار ئې ځکه کړی، چي اوس افغانستان کښي د ميرمنو حقوق تر پښو لاندي سوي دي او دوی ډار لري که هغوی د‌ کور څخه بهر سي نو د امرب..المعروف د ط..البانو له خوا تهديد کېږي او وهل کېږي.
ګارډين ويلي، چي ډیری افغان نارینه د دې ډلي د بې معاشه کارمندانو په توګه کار کوي، ترڅو د ط..البانو له خوا د خپلو مېرمنو د ځورول کېدو مخه ونیسي.