ګاز تای مستقل: ط..البانو د امريکا څخه غوښتي چي د بګرام پوځي هوايي اډه د نژدې وګوري

د روسيې گازتای مستقل ورځپاني د ط..البانو د منځ څخه هغه سند‌ موندلی، چي ط..البانو د امريکا څخه غوښتنه کړې، چي د ط..البانو سره دي په ګډه د بګرام په پوځي هوايي اډه کي پلټنه وکړي، تر څو د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ قناعت حاصل سي، چي په دغه اډه کي چينايان نسته.
د دې راپور له مخي، دا غوښتنه د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کي سوې ده، چي د چین د حضور په اړه ئې ويلي، چي هغوی د بګرام په پوځي هوايي اډه کي شتون لري.
په راپور کي ويل سوي، چي داسي احتمال سته چي امريکا پر ط..البانو خپلي مرستي بنده وي، ځکه ط..البان هڅه کوي، چی امريکا ته قناعت ورکړي، چي چين په ياده اډه کي حضور نه لري.
هغه منابع چي دا سند ئې د گازتای مستقل ورځپاڼي سره شریک کړی، وايي چي د دې سند هدف د ط..البانو او امریکا ګډه څېړنه په ياده اډه کي ده: «د ط..البان د دفاع سرپرست وزير م.لا محمد یعقوب م.جاهد امر کړی دئ، چي هر څه امریکایانو ته وښيي؛ ترڅو هغوی قانع کړي چي چینیان په بگرام کي نسته.»