یوشمېر افغان نابینایان وايي، باید له دوی څخه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کي د کانکور اختصاصي ازمویني واخيستل سي

دوی وايي چي، د درسي موادو او مسلکي استادانو د نشتوالي له کبله پوهنتونو ته د ورتګ له ازموینو پاته دي.

د نابیناو د حقونو د خوندیتوب فعالان وایي، باید له نابینایانو او ناشنیویانو د افغانستان په ټولو ولایتونو کي کانکور ازمویني واخېستل سي.

د کانکور ازموینو ملي ادارې د کانکور ازمویني لپاره د ګډونوالو نوم‌‌‌لیکنه پیل کړې او دغه لړۍ به د جدي د میاشتي تر ۳۰مي نېټې دوام وکړي.

د نابیناو د معلوماتو له‌مخي یاده اداره هرکال د لوړو زده‌‌‌‌‌کړو د دوام لپاره له نابیناو کسانو د اختصاصي کانکور ازمویني اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *