یوناما: د ط.. البانو له خوا د افغان ښځو نيول کېدل غندلي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (يوناما) په مرکز کابل کي د افغان مېرمنو او ښځو پر نيول کېدو اندېښنه ښودلې ده.
د اې بي سي نیوز څخه په نشر سوي راپور کي د یوناما په حواله ویلي، چي ط..البانو د جولای له ۱۶مي تر ۱۹مي نېټې پوري د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کي يو شمېر ښځي او نجوني نیولي دي، چي طالب چارواکو ادعا کړې ده، چي هغوی مناسب حجاب نه و کړی.
یوناما ويلي: «دا حالت د ښځو او نجونو د لا منزوي کولو لامل کېږي، چي د مېرمنو ترمنځ د بيري فضا رامنځ ته کوي او د خلګو باور له منځه وړي.»