د بشري حقونو د نړیوالي ورځي په مناسبت په کابل کي د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) دفتر د اسلامي امارت مسوولینو ته په خطاب کي ویلي، چي له واک سره مسوولیت هم راځي.
یوناما په یوه بیان کي له اسلامي امارته غوښتي چي د راتلونکو نسلونو د ساتني لپاره د بشري حقونو نړیوال مکلفیتونه مراعات کړي.
د دې دفتر مشري روزا اوتنبایوا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندي د چارواکو چلند سیسټماتيک تبعیض وباله او په دې اړه یې خواشیني څرګنده کړې ده.
د هغې په وينا، په افغانستان کي د بشري حقونو خونديتوب په پرلهپسې او ګواښوونکي توګه له منځه تللى او ښځي او نجوني يې له زيان سره مخ دي.
د ډسمبر لسمه د بشري حقونو د نړيوالي اعلاميې له تصويبېدو سره برابره ده او له همدې امله دغه ورځ د بشري حقونو نړيواله ورځ بلل کېږي.
خو چارواکو تل ټینګار کړی چي په افغانستان کي یې ښځو ته له شریعت سره سم پوره حقوق ورکړي.