یوناما : له افغانانو سره مرستي باید په داسي بڼه وسي چي په اوږدمهال کي د خلکو د ملاتړ امکان برابر کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما مرستیال وايي، له افغانانو سره مرستي باید په داسي بڼه وسي چي په اوږدمهال کي د خلکو د ملاتړ امکان برابر کړي.

وروسته له دې چي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما مشري په افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده، د دې دفتر مرستیال له زیانمنو افغانانو سره د دوامداره ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د یوناما مرستیال اندریکا راټواټ په یوه ویډیويي پیغام کي په خوست او پکتیا ولایتونو کي هغه رغنیزي پروژې د مثال په توګه یادي کړي دي چي د تمویل لپاره یې ۴۰ میلیون ډالره ځانګړي سوي دي.

راټواټ په دې ویډیو کي چي له دې پروژو د لیدني پرمهال خبرې پکښي کوي، وايي چي په لیري پرتو ګڼ مېشتو سیمو کي باید د دوامدار ملاتړ اصل ته په کتو له خلکو سره مرستي وسي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخي دوامداره ملاتړ د مرستو هغه بڼي ته ویل کېږي چي خلکو ته په یوه ځل خواړه او نوري اړتیاوي نه ورکول کیږي، بلکي داسي پروژې او پلانونه ورته جوړېږي چي په عملي کولو سره یې اړ خلک په کار لوېږي او د خپل ژوند د دوام لپاره یو اقتصادي بنسټ جوړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *