یوناما وايي، د ماین پاکۍ همکارانو یې افغانستان کي شاوخوا ۳ زره کیلومتره مځکه پاکه کړې

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، د دوی د ماین پاکۍ همکاره موسسو د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کي تر درې زره کیلو متره مربع ډېره مځکه له ناچاودو توکو او ماینونو څخه پاکه کړې ده.
یوناما دغه څرګندوني د اپریل په لومړۍ نېټه د ماینونو پر وړاندي د عامه پوهاوي د نړیوالي ورځي په مناسبت کړي دي.
ملګري ملتونه وایي، په تېرو ۳۵ کلونو کي په افغانستان کي د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۴۴ زره ملکیان د ناچاوده توکو او ماینونو د چاودنو له امله وژل سوي یا ټپیان سوي دي.
د ناچاوده توکو په یوه تازه پېښه کي تېره ورځ په غزني ولایت کي ۹ تنه ماشومان ووژل سول.
د افغانستان په ډېری ولایتونو کي لا هم د ناچاوده توکو او پخوانیو ښخ کړل سویو ماینونو خطر سته او ملګري ملتونه هم وایي، لا هم ماین پاکۍ ته ډېره اړتیا ده.