دافغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر (يوناما) په خپل وروستي راپور کي ويلي، چي په افغانستان کي د خصوصي رسنیو فعالیتونه هره ورځ محدودېږي.
د یوناما په راپور کي ويل سوي، چي پر دغه رسنيو باندي اقتصادي محدوديتونو ترڅنګ د ط..البانو له خوا د ورکړل سوو امرونو او فرمانونو له امله خصوصي رسنۍ د بحران سره مخ دي.
راپور کي راغلي چي ډېری خصوصي رسنیو د مالي ستونزو له امله د خپلو کارکوونکو یوه برخه له دندو ګوښه کړې ده.
یوناما ټینګار کړی چي د خلګو له پاره عامه اطلاعرساني ورځ تر بلي محدودېږي.
یوناما دا هم ویلي چي ط..البان هغه رسنۍ چي د بشري حقونو په اړه راپورونه خپروي، د اسلام د دښمنانو په نوم یادوي. همداراز، ط..البان د ټولنیزو رسنیو کاروونکي څاري او ځیني ئې نیولي هم دي.
یوناما زیاتوي چي د بیان ازادي په افغانستان کي په جدي ډول محدوده سوې او یوازي تېره میاشت ط..البانو اووه خبریالان نیولي وو.