یوناما: پښتو په فضا کي ویل سوې څلورمه نړیواله رسمي ژبه ده

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما فضا ته د انسان د سفر په نړیواله ورځ ویلي، پښتو څلورمه ژبه ده چي په فضا کي خبري ورباندي سوي.
يوناما د جمعې په ورځ ویلي، افغان ستورمزلي عبدالاحد مهمند په کال ۱۹۸۸ کي فضا ته د سفر پر مهال له هغه ځايه له خپلي مور سره اړيکه نیولې او په پښتو یې خبري کړي دي.
د یوناما په وینا، په دې توګه پښتو څلورمه رسمي ژبه سوه چي په فضا کي خبري اتري ورباندي سوي دي.
عبدالاحد مهمند لومړنی افغان و چي، نهه ورځي په فضا کي وو او له هغه ځایه څخه یې د افغانستان انځورونه واخیستل چي‌، تر ننه د نجومي فزيک، طبابت او بيولوژۍ په ازموینو کي ورڅخه کار اخیستل کیږي.
له نن څخه ۶۳ کاله پخوا د اپرېل په دوولسمه روسی ستورمزلی یوري ګاکارین لومړنی کس وو چي فضا ته یې سفر وکړ.