یونسیف : په ۲۰۲۵ م کال کې به تر ۱۲ میلیونه زیات افغان کوچنیان بشري مرستو ته اړتیا ولري

د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، په ۲۰۲۵ م کال کې به تر ۱۲ میلیونه زیات افغان کوچنیان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

یونسیف په یوه راپور کي ویلي، دا د هغه لوی بحران یوه برخه ده چي له کبله یې په ټول افغانستان کي ۲۲.۹ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.

یونسیف په دې راپور کي د افغانستان د بشري وضعیت یو تیاره انځور وړاندي کړی، او ویلي يې دي چي له جګړې څخه پام اقتصادي کړاو، د اقلیمي بدلونونو اغېزو او د عملي خنډونو خوا ته اوښتی دی.

یونسیف د مرستو رسولو پر وړاندي زیاتېدونکو خنډونو ته په اشارې ویلي چي د بشري سازمانونو لپاره د عمل ساحې تنګیدل د مرستو رسولو چاري نوري هم ستونزمني کړي دي.

 یونسیف وايي چي اساسي خدمات د زیان منونکو کوچنیانو د حالت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره اړین دي.