یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چي متحده ایالات ښايي په نژدې ورځو کي د ایران پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي

یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چي متحده ایالات ښايي په نژدې ورځو کي د ایران پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي.
د سي‌بي‌اېس د راپور له مخي امکان لري دغه بریدونه د همدې اوونۍ تر پایه ترسره سي.
په ورته وخت کي اکسیوس لیکلي چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر انرژۍ او مهمو زیربناوو د برید احتمال په جدي ډول ارزوي او په دې لړ کي د کوه کلنګ اټومي تاسیسات هم د احتمالي هدفونو له ډلي یاد سوي دي.

همدارنګه، وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چي دغه عملیات ښايي په راتلونکو دوو ورځو کي پیل او شاوخوا دوې اوونۍ به دوام وکړي.
تر دې وړاندي هم داسي راپورونه خپاره سوي وو چي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) له لوري ایران ته د پراخو پوځي عملیاتو له پاره د دوو اونیو يو پلان چمتو سوی، خو تر اوسه امریکايي چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.