یو شمېر تازه راغلي افغان کډوال شکایت کوي، چي د پاکستان له خاوري د افغانستان پر لور د راتګ پر مهال ئې د پاکستان پوليسو ځورولي.
د دوی په وینا، د لاري په اوږدو او په ځانګړي ډول د تورخم په دروازه کي د پاکستاني پولیسو لهخوا ورڅخه په غیرقانوني ډول پیسې اخیستل کېږي.
راستنېدونکي کډوال وايي، تر هغو چي ټاکلي پیسې ورنه کړي، افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
د دوی په خبره پوليس پر هغو کسانو هم فشار راوړي چي قانوني اسناد لري یا له اوږدې مودې وروسته خپل هیواد ته ستنېږي.
یو شمېر کډوال زیاتوي چي دغه چلند نه یوازي د قانون خلاف دئ، بلکي د بېوزلو کورنیو له پاره ئې ستونزي نوري هم زیاتي کړي دي.
د دوی په وینا، ډېری راستنېدونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د اضافي پیسو ورکول ورته ناشوني دي.
په ورته وخت کي د کډوالو د حقونو فعالان له دواړو هيوادونو غواړي چي د کډوالو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی د تګ راتګ بهیر اسانه او له فساد څخه پاک کړي.