یو کال وړاندي په همدې ورځ افغان اتلانو د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو په لړ کي پاکستان ته د اته ویکټو په توپیر ستره ماته ورکړه او په نړیوال جام سیالیو کي یې خپله لومړنۍ تاریخي بریا ثبت کړه.
دا د افغانستان هغه بریا وه، چي افغانانو په هیواد دننه او بهر کي خورا لویه خوښي وښوده.
باید وویل سي چي په دغه لوبه کي رحمنالله ګربز، ابراهیم ځدران، رحمت شاه او حشمتالله شهیدي غوره توپوهنه وکړه او ورسره په توپاچوني کي نور احمد،نوین الحق او محمد نبي ښه وځلېدل.
د یادولو ده چي ډیری افغانانو نن یو ځل بیا پر ټولنیزو رسنیو دغه تاریخي بریا نمانځي.