۱۹ افغاني نجوني د طبي زده کړو لپاره سکاټلنډ هیواد ته رسېدلي دي

د افغانستان د طبي پوهنتونونو ۱۹ ښځینه محصلیني د زده کړو بشپړولو لپاره سکاټلنډ ته لېږدول سوي دي.
په لیویس کي مېشت خیریه بنسټ لینډا نورګروف د انګلنډ او سکاټلینډ حکومتونو سره کار کړی، چي په طبي ښوونیزو مرکزونو کي د اوسېدو او دوی ته د ویزو چاري تنظیم کړي.
دغه محصلیني وایي، دوی موخې ته د رسېدو لپاره ۱۰۰۰ ورځي کړاوونه پر ځان وړي دي او له زده کړو محرومي وې.
لینډا نورګروف خیریه بنسټ وايي، په اوکرایین او منځني ختیځ کي شخړو چي پر حکومت یې فشارونه لا ډېر کړي، د دغو ښځینه ډاکټرانو د لېږد چاره ځنډنۍ کړې وه.
بریتانیا ته د دغو مېرمنو د لېږد او په سکاټلنډ کي د هغوی د اوسېدو لپاره تر اوسه شپږ سوه زره پاونډه راټول سوي دي.