د خېبر پښتونخوا ايالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د دوشنبې په ورځ شاوخوا دوه نيم زره د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان څخه افغانستان ته تللي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه افغان کډوال يو شمېر په زور او جبر د پاکستان څخه شړل سوي دي او يوشمېر نور ئې بيا په خپله خوښه د پاکستان څخه افغانستان ته تللي دي.
د پاکستان دولت ويلي، چي د پاکستان څخه به د افغان کډوالو لړۍ همداسي جريان ولري او ټول هغه افغان کډوال چي دلته غيري قانوني اوسېږي بېرته به ئې افغانستان ته ولېږي.
بايد وويل سي، چي تر دې يوه ورځ مخکي هم ۲۶۰۰ افغان کډوال د ايران او پاکستان څخه په زور او جبر ايستل سوي او افغانستان ته راغلي وو.