آريانا سعيد: نارينه دي د افغان ښځو د حقونو ملاتړ وکړي

د افغانستان مشهوره سندرغاړي او د ښځو د حقونو فعاله آريانا سعيد په يوه ويډيويي پيغام کي د افغانستان د نارينه و څخه غوښتنه کړې، چي د افغان نجونو او ښځو د حقونو دفاع وکړئ او د هغوی ملاتړ ته دي دوام ورکړي.
د هغې په خبره چي سلګونه زره بې‌سرپناه راستنېدونکي، په ځانګړي ډول ښځي، په بشپړ ډول بې‌سرنوشته حالت کي دي او میلیونونه نجوني له زده‌کړو بې‌برخي دي، چي بايد‌ لاس نيوی ئې وسي.
آريانا سعيد وايي: «ط..البان د خلګو د ستونزو د حل پر ځای، هره ورځ د نجونو د ځورولو او په بېلابېلو طریقو د هغوی د نیولو هڅي کوي.»
هغې له ټولو افغانانو غوښتي چي د دې وضعیت پر وړاندي او د ښځو د ملاتړ له پاره دي یو موټی سي، تر څو نور هیوادوال اړ نسي چي خپلي کورنۍ پرېږدي او یا د ط..البانو د زندان شاهدان سي.