آسترالیا او نیوزیلنډ به فلسطین په رسمیت وپیژني

آسترالیا او نیوزیلنډ د دوشنبې په ورځ اعلان کړی چي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کي به فلسطین د یو خپلواک هیواد په توګه وپیژني.
د آسترالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي ویلي، دا پرېکړه به وروسته له هغه عملي سي چي فلسطین خپلي ژمني عملي او تر سره کړي.
هغه زیاته کړې، دا د دوو دولتونو د حل یوازینۍ لاره ده چي د منځني ختیځ شخړي، کړاوونه او په غزه کي لوږه ختم کړي.
اسرائیلو د دې پرېکړي‌مخالفت کړی او ویلي ئې دي چي دا کار ترهګرۍ ته انعام ورکول دي.
همداراز، نیوزیلنډ هم ویلي چي فلسطین به د ملګرو ملتونو د غونډي له لاري په رسمیت وپیژني.
تر دې مخکي بریتانیا، فرانسه او کاناډا هم ورته دریځ څرګند کړی و.