آکسيوس ویبپاڼي په یوه نوي راپور کې ویلي، ایران چمتو دی چي پر اسراییل مستقیم برید وکړي او ښايي په راتلونکو څو ورځو کي دا بريد ترسره کړي

آکسيوس دا راپور د دوو سرچینو په حواله چي نوم يې خپور سوى نه دى لیکلي دى او همداراز يې ویلي چي نوي استخباراتي ارزوني ښیي چي دا برید د پنجشنبې په ورځ په غزه کي د اوربند د هوکړي په اړه د خبرو اترو دمخه ترسره کېدای سي.
آکسيوس د خپلو سرچینو په حواله زیاتوي چي د اسرائیلو استخباراتي ټولنه هم په دې باور ده چي د لبنان حزب الله به لومړی پر اسرائیلو برید وکړي او بیا به ایران مستقیما پر اسرائیلو برید وکړي.
د فرانسې، بریتانیا او جرمني مشرانو له ایران او د دې هېواد له ملګرو غوښتنه کړې چي پر اسرايیل له برید څخه ډډه وکړي.
د اروپايي هېوادونو مشرانو په خبره، دا برید به سیمه‌ییز کړکېچ نور هم زیات کړي او د اسراییل او حماس ډلي تر منځ احتمالي اوربند ته به خطر پېښ کړي.