د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چي، تېره اوونۍ ۷۶ زره او ۵۵۷ افغانان افغانستان ته تللي چي د تېري اوونۍ په پرتله ۳سلنه کموالی ښيي.
دغه سازمان په خپل نوي راپور کي زیاته کړې، پهدې موده کي له افغانستانه د وتلو افغانانو شمېر بیا ۵۳ زره او ۷۵۰ کسانو ته رسیږي، چي ۸سلنه کموالی ښيي.
د آیاوايم د راپور لهمخي، ۶۵سلنه دا افغانان له ایرانه افغانستان ته تللي چي ۵۶سلنه یې بېاسناده وو.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي دي، خپل هیواد ته د افغانانو بېرته ستنېدل او ورڅخه وتل ډېری د کورنیو سره د لیدني، اجباري اخراج، سوداګرۍ، زدهکړي، تحصیل او روغتیايي لاملونه له امله ترسره سوي.