ابراهیم ځدران د ټپ له امله د نیوزیلنډ پر وړاندي په ټېسټ لوبه کې نه‌سي لوبېدای

د افغانستان کرکټ بورډ د یک‌شنبې په ورځ په یوه خبر کي لیکلي دي، چي پيلیز توپوهونکی ابراهیم ځدران د ټپ له امله د نیوزیلنډ پر وړاندي په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې نه‌سي لوبېدای.

په خبر کي ویل سوي دي، هغه په تمریناتو کي ټپي سوی دی او د اړوندو ډاکټرانو له لوري د بشپړي درملني او ارام کولو سپارښتنه ورته سوې ده.

کرکټ بورډ لیکلي، ابراهیم ځدران د چپې پښې لاندي بند د نیوزیلنډ لوبډلي لپاره د چمتووالي او تمرین پرمهال اوښتی دی چي له امله به یې نوموړی د نیوزیلنډ پر وړاندي د یوازینۍ ټېسټ لوبي او د سویلي افریقا پر وړاندي د راتلونکي لوبلړۍ برخه نه وي.