اتحاد لوبډلي عابد لوبډلي ته ماته ورکړه

اتحاد کرکټ لوبډلي د کندهار انټرکلب ۵۰ اوریزه سیالیو په ۱۸مه لوبه کي نن عابد کرکټ لوبډلي ته په ۹۸ منډو ماته ورکړه.

په دې لوبه کي اتحاد لوبډلي په ۵۰ اوره کي د اتو لوبغاړو په سوځېدو د باقیب الله ۶۲، عبدالخالق ۴۸ او عزت الله ۴۰ منډو په مټ عابد لوبډلي ته ۲۴۲ منډي هدف ورکړ او د عابد لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي نعمت الله، اغا شاه او ذاکر احمد دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

عابد لوبډلي د هدف په تعقیب کي په ۳۵م اور کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د مصطفی ۶۹ منډو په مټ ۱۴۳ منډي جوړي کړې او د اتحاد لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي نعمت الله څلور او باقیب الله دوه لوبغاړي وسوځول.