اتصالات مخابراتي شرکت په کندهار کي د “ایم حواله” نوي خدمات پیل کړل

اتصالات مخابراتي شرکت په کندهار ولایت کي د خپلو خدمتونو د پراختیا په موخه د “ایم حواله” په نوم د یو نوي مالي سیستم د فعالېدو خبر ورکړ.
دغه نوی خدمت د چهار شنبې په ورځ د یو لړ مراسمو پر مهال معرفي سو چي موخه یې د پیسو لیږد، ترلاسه کولو او ورځنیو مالي راکړو ورکړو ته اسانتیا رامنځته کول دي.