ارزګان: دافغانيو د ترويج هڅي تر ولسواليو ورسېدې.

د اروزګان چارواکي وایې، چي ددې ولایت په چارچینو او دهراود ولسوالیو کي یې هغه دوکانونه تړلي، چي په بهرنیو اسعارو یې راکړه ورکړه کوله.

د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني څراغ نیوز ته وویل؛ ((پولیسو په یادو ولسوالیو کي د هغو دوکانو او مارکیټو فعالیت درولی، چي د افغانۍ له ترویج څخه یې سرغړونه کول)).

د هغه په خبره، د بهرنیو اسعارو د مخنیوي لړۍ جریان لري او له سرغړونکو سره به جدي چلند کیږي.