ارزګان ولایت ته د لوړو زدکړو د سرپرست وزیر سفر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وایي، له علمي مرکزونو د سیاسي ګټي اخیستني وخت پای ته رسېدلی.
شیخ ندامحمد ندیم، چي د شنبې په ورځ یې اروزګان ولایت ته سفر کړی، یوې غونډي ته د یادو څرګندونو تر څنګ ویلي، چي د عصري زده کړو تر څنګ یې په ځوانانو کي د اسلامي روهیې د پیاوړي کولو هڅي هم پیل کړي.
هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کي زیاته کړې، چي اوسنی نظام د ټولو افغانانو دی او د ټولو ستونزو ته به په یو ډول رسېدنه کوي.