په کندهار کي د ۱۰ ولسواليو ترمنځ د ۲۰ اوريزه کرکټ ليګ سياليو په ۱۰مه لوبه کي نن (شنبه) غرمه ارغستان لوبډلي ژړۍ لوبډلي ته په اوو وکټو ماته ورکړه.
دې لوبه کي لومړی ژړۍ توپوهنه وکړه، د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ئې ارغستان ته ۴۶ منډي هدف ورکړ او د ارغستان له پاره په توپ اچونه کي عزيز څلور او عمر شاه، نقيب الله او سيداحمد دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
ارغستان ياد هدف په شپږم اور کي د درو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
په دې لیګ کي نن (شنبه) سهار بله لوبه د پنجوايي او دامان ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ وسوه چي، پنجوايي لوبډلي په ۵۵ منډو توپیر سره دامان لوبډلي ته ماته ورکړه.