اروزګان: د سوداګرو د ستونزو د کمولو لپاره د صنعتي پارک د جوړېدو هڅي کيږی.

د اروزګان د صنعت او سوداګري رياست مسولینو د سوداګرو سره په ناسته کي، د ستونزو د حل تر څنګ د صنعتي پارک د جوړېدو ژمنه وکړه.

ددې ادارې استازو وويل، چي د سوداګرو لپاره د جوازونو په تمديد، د توليداتو لپاره په کور دننه د بازار موندني، لاسي صنعت ته د ودی ورکولو او ورته نورو برخو کي به اسانتياوي رامنځ ته کړي.

مسولينو ژمنه وکړه، چي د دې سره – سره به د سوداګرو لپاره د يوه صنعتي پارک د جوړېدو هڅه هم وکړي.